د افغان سرتېري په ‌ډزو ۳ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

عبور از وهابیت

- پیام آفتاب

خبرگزاری جمهور
یک‌شنبه 29 حوت 1395

د افغان سرتېري په ‌ډزو ۳ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

چارواکي وايي، په هلمند ولایت کې د یوه افغان پوځي په ډزو درې امریکايي سرتېري ټپیان شوي، او برید کوونکی سرتېری هم په ځوابیه ډزو کې وژل شوی.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د هلمند ولایت د ښوراب په پوځي اډه کې رامنځ ته شوې ده.په جنوب کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسؤول ډګرمن محمد رسول ځاځي ویلي، چې لومړی پلټې ښيي، چې پېښه په قصدي ډول نه بلکې سهوآ رامنځ ته شوې.ویل کېږي، برید کوونکی افغان پوځي د افغان ځانګړو ځواکونو غړی و.په ورته وخت کې د امریکايي ځواکونو ویاند کپټن بل سلوین لوېدیځو رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې درې امریکایان ټپیان شوي او برید کوونکی هم ځای پر ځای وژل شوی.ډګرمن محمد رسول ځاځی وایي، برید کوونکی په متقابلو ډزو کې ژوبل شو او بیا وروسته په روغتون کې مړ شو.باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


نیمه تاریک آمریکا

- پیام آفتاب
هشتگ:   

افغان

 | 

سرتېري

 | 

‌ډزو

 | 

امریکايي

 | 

سرتېري

 |