د هلمند دیني عالمانو له وسله والو مخالفینو د سولې غوښتنه وکړه
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

جنبش روشنایی، یکسال بعد

- خبرگزاری جمهور

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

پیش‌گویی سال 2050

- پیام آفتاب

د هلمند دیني عالمانو له وسله والو مخالفینو د سولې غوښتنه وکړه

د هلمند دیني عالمانو او قومي مشرانو د دولت پر وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس وخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دیني عالمانو او قومي مشرانو تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په يوه غونډه کې له وسله والو مخالفینو وغوښتلو چې نور د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ نه شي.د هلمند د عالمانو شورا رييس مولوي خداى نظر په غونده کې ویلي، چې د دې ولايت ديني عالمان د افغانستان له مشروع نظام څخه کلک ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه کوي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو څو کلونو کې د همدې جګړو له امله زرګونه کسان وژل شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري.د قومي مشرانو په استازيتوب بیا عبدالاحد معصومي وويل چې قومي مشران دې له حکومت څخه ملاتړ کوي او له وسله والو مخالفينو غواړي چې د سولې له پروسې سره يوځاى شي.د قومي مشرانو دغه استازي دا هم ویلي، چې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد حکومت په هېواد کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


جنبش روشنایی، یکسال بعد

- خبرگزاری جمهور

دی شیلیو به یوونتوس پیوست

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

هلمند

 | 

دیني

 | 

عالمانو

 | 

وسله

 | 

والو

 | 

مخالفینو

 |