روسیه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پروژې له سره پيلوي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

نیمه تاریک آمریکا

- پیام آفتاب

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

نیمه تاریک آمریکا

- پیام آفتاب

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

بازگشت جنرال!

- صدای افغان

خبرگزاری جمهور
دوشنبه 30 حوت 1395

روسیه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد پروژې له سره پيلوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوی غواړي هغه پروژې له سره پيل کړي چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې پیل کړې وې، خو د جګړو له امله یې کارونه په نیمايي کې پاتې شول.د جمهور آژانس د خبر له مخې سرګي لاوروف همدا راز ویلي، چې د ویجاړو شوو پروژو د بیا رغونې پلان هم لري. افغان حکومت بیا د روسیې د دې پرېکړې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، دوی د هر هغه هېواد هر کلی کوي چې د افغانستان د بیا رغونې هوډ لري.د پخواني شوروي اتحاد ډیری پروژې د ښار جوړونې او ښاري پراختیا په وزارت پورې اړوندې دي او دغه وزارت هم د روسیې له دې پرېکړې هر کلی کړی دی.څه موده مخکې په روسیه کې افغان سفیر قیوم کوچي له روسي چارواکو سره د لیدنې پر مهال له دوی غوښتي و چې په افغانستان کې دې خپلې نیمګړې ودانیزې او اقتصادي پروژې له سره ورغوي.د دې تر څنګ روسیې دا هم ویلي، غواړي له افغانستان سره د الوتکود ترمیم په برخه کې مرسته وکړي او د MI-۲۴ چورلکو په ګډون د افغان پوځ وسلې ترمیم کړي.یو روسي شرکت سپوتنیک خبري آژانس ته کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان له دفاع وزارت سره یې خبرې روانې دي او د پخوانیو روسي وسلو د ترمیم ګڼ تړونونو یې لاسلیک ته تیار کړي دي.سرچینې ویلي، چې دوی غواړي د ملي دفاع وزارت ځينې وسلې د MI-۲۴ هیلکوپترو په ګډون ترمیم کړي.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


نیمه تاریک آمریکا

- پیام آفتاب
هشتگ:   

روسیه

 | 

افغانستان

 | 

پخواني

 | 

شوروي

 | 

اتحاد

 |