د افغانستان سره د لارو بندولو له امله پاکستان هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

عبور از وهابیت

- پیام آفتاب

خبرگزاری جمهور
دوشنبه 30 حوت 1395

د افغانستان سره د لارو بندولو له امله پاکستان هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي

د پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو له تړل کېدو سره پاکستاني سوداګر هره ورځ درې نیم میلیونه ډالر زیان کوي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مېوې د صادراتو څانګې مشر احمد جواد د پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي.ورځپاڼه وايي د لارې تړل کېدو له امله هره ورځ دواړو غاړو ته څلور ميليون ډالر زيان اوړي چې ٨٠ سلنه يې د پاکستاني سوداگرو دی.ورځپاڼه زياتوي چې په منځنۍ کچه هره ورځ ٥٠٠ لارۍ افغانستان ته اوښتې چې له هرې يوې پاکستان ١٠٠٠٠ کلدارې ترلاسه کولې او پر دې سربېره ملي او ځايي سوداگرو او د پاکستان ترانسپورټي صنعت ته دروند مالي زيان اوښتی دی.د پاکستان د سوداګرۍ خونې د مېوې د صادراتو څانګې مشر احمد جواد ویلي، چې چې د لارې بندېدو منځنۍ اسيا او افغانستان ته د مالټو پر صادراتو خورا ناوړه اغېز کړى.نوموړى وايي ټاکلې شوې وه چې سږکال ٣٥٠ ټنه مالټې افغانستان او منځنۍ اسيا ته صادرې شي خو داسې ونه شول.د پاکستان د سوداګرۍ چارواکي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د دغه هېواد لومړي وزیر نواز شریف نن امر کړی دی، چې دغه لارې دې ژر تر ژره خوشي شي.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


نیمه تاریک آمریکا

- پیام آفتاب
هشتگ:   

افغانستان

 | 

سره

 | 

لارو

 | 

بندولو

 | 

امله

 | 

پاکستان

 |