راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان تر منځ مهمه غونډه جوړېږي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

خبرگزاری جمهور
چهارشنبه 30 حمل 1396

راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان تر منځ مهمه غونډه جوړېږي

په پاکستان کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېوال وايي، کابل او اسلام آباد به د اړیکو جوړولو له پاره یوه مهمه غونډه تر سره کړي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي زاخېلوال په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلینو سره د لیدنې پر مهال و ویل، چې دغه غونده به راتلونکې میاشت کې جوړه شي، خو کره نېټه یې په ګوته نه کړه.ښاغلي زاخیلوال یادې غونډې ته وویل، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه به خامخا ستونزې او خنډونه لري، خو دواړه ملتونه سره یو دي.هغه د پاکستان اوسنۍ تګلارې ناسمې و بللې او ویې ویل، چې د دغه تګلارو پایلې به منفي وي او پاکستان باید خپله پالسي بدله او اړیکې ښې کړي.نوموړي د پاکستان له خوا پر ډېورنډ کرښه د پیل شویو اقداماتو په تړاو ویلي، چې دا کارونه باید د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیانمن نه کړي.په اسلام آباد کې افغان سفیر هغه غط ذهنیت او تورونه هم په کلکه رد کړل، چې ګنې هندوستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار اخلي.زاخېوال ویلي، افغانستان یو خپلواک هیواد دی، هیچاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې دبل ګاونډي هیواد پر ضد وکاروي.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


هشتگ:   

راتلونکې

 | 

میاشت

 | 

افغانستان

 | 

پاکستان

 |