ولسمشر غني د کمال خان بند درېیم پړاو جوړولو چارې پرانستې
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

مسابقه مرچ خوری در چین !

- خبرگزاری جمهور

انفجار در شرق کابل

- پیام آفتاب

ولسمشر غني د کمال خان بند درېیم پړاو جوړولو چارې پرانستې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په لوېدیځ کې د کمال خان بند د جوړولو چارو درېیمه لړۍ هم پرانسته.د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر له یوه پلاوي سره یو ځای نن نیمروز ولایت ته ولاړ او هلته یې د کمال خان بند د جوړلو درېیمه لړۍ پیل کړه.د کمال خان بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنځ ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې د چهار برجک ولسوالۍ شمال لور ته د هلمند په سیند پروت دی.دغه بند د جوړېدو درې فازه لري، چې ټول مالي لګښت یې له سل میلیونه ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.د یاد بند د جوړېدو په لومړۍ مرحله کې د بند د خاورینې کاسې د دیوال جوړول دي، چې د ۳۴۰۰ متره په اوږدوالي، ۳۲ متره پلنوالي او له شپږو څخه تر ۱۱ مترو لوړوالي جوړ شوی دی.دوهم پړاو یې د قلعه افضل خان د بند او دېوال جوړولو چې په ۱۳۹۱ کې یې تړون شوی و، خو د امنیتي ستونزو له امله یې دغه پړاو، د ۱۳۹۴ کال د غوايي میاشتې په ۸ مه بشپړ شو.درېیمه مرحله یا پړاو خپله د کمال خان بند جوړول دي، چې چارې یې نن د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا پیل شوې.په دغه پړاو کې به د ۱۶،۵ په لوړوالي، ۱،۶ کیلومتره په اوږدوالي، د ۴۵۰ متره په اوږدوالي او څلور متره په لوړوالي د بند پرچاوه جوړېږي.د دغه بند په جوړېدو سره به د زورورو سېلابونو مخنیوی وشي، له ۱۷۴۴۰۰ هکتاره څخه زیاتې نوې ځمکې او هغه ځمکې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي خړوبې شي.دغه راز د یاد بند په جوړېدو سره به ۹ میګاواټه برېښنا هم تولید چې له ۶۰۰۰۰ زیاتې کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.جمهورآژانس: نیمروز

خبر در سایت اصلی


موج تازه توطئه در راه بلخ

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

ولسمشر

 | 

غني

 | 

کمال

 | 

خان

 | 

بند

 | 

درېیم

 | 

پړاو

 | 

جوړولو

 |