د شمالي ولایتونو د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په يو لړ پلانونو کار کوو
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

«ژن خوب» هم کشف شد!

- پیام آفتاب

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

غزنه؛ دور از چشم همه

- افغان پی پر

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

رازهای پوتین بر ملا شد

- خبرگزاری جمهور

خبرگزاری جمهور
پنج‌شنبه 31 حمل 1396

د شمالي ولایتونو د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په يو لړ پلانونو کار کوو

د کورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په شمالي ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره په يو لړ پلانونو کار کوي. د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد شمالي ولایتونو ته په سفر تللی تر څو امنیتي حالت و ارزوي.له دې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وزیر جاهد، فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو ته تر سفر وروسته بلخ ولايت ته تللی او د بلخ له والي عطامحمد نور سره یې کتلي.سرچینه وايي، ښاغلي جاهد د بلخ له والي سره په خبرو کې ویلي، چې په شمالي ولايتونو کې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره پر ځانګړو پلانونو کار کوي.نوموړي ټينګار کړی چې ترهګرو ته به اجازه ور نه کړي، چې د افغانانو سر او مال ته ګواښ پېښ کړي.د کورنيو چارو وزير په داسې حال کې د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه شمالي ولايتونو ته سفر کوي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې ولايتونو کې د طالب وسله والو سربېره د داعش د فعاليتونو په تړاو هم اندېښنو زور اخيستی دی.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


«ژن خوب» هم کشف شد!

- پیام آفتاب

غزنه؛ دور از چشم همه

- افغان پی پر
هشتگ:   

شمالي

 | 

ولایتونو

 | 

امنيتي

 | 

ګواښونو

 | 

مخنيوي

 |