امریکا په ننګرهار کې د وژل شوو سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

امریکا په ننګرهار کې د وژل شوو سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په ننګرهار کې د خپلو وژل شوو دریو سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړل.د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون ویلي، د تېرې شبنې په ورځ یې ننګرهار کې په سرتېرو ډزې وشوې، چې له امله یې درې تنه و وژل شول.د پنټاګون معلومات ښيي، وژل شوي کسان سرګروپ ۲۵کلن اریک هوک، ۲۹کلن ویلیام بېس او ۲۲کلن دیلون بالدرېج وو.سرچینه وايي، درې واړو پوځيانو د داعش ضد جګړه کې برخه اخیسته او په ننګرهار کې یې ماموریت درلود.باید و ویل شي، چې تېرې د شنبې په ورځ په ننګرهار کې یوه افغان پوځي پر یادو امریکايي پوځيانو ډزې وکړې او درې کسه یې ووژل.د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې په ځوابي برید کې یاد افغان سرتېری هم وژل شوی دی.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


هشتگ:   

امریکا

 | 

ننګرهار

 | 

وژل

 | 

شوو

 | 

سرتېرو

 |