طالبانو د لوګر د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير وژلی
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

یک سگ در آمریکا شهردار شد

- خبرگزاری جمهور

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

طالبانو د لوګر د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير وژلی

چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژلی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ مازیګر شاوخوا ۵:۳۰ د پل علم ښار اړوند د مامورينو ښارګوټي رامنځ ته شوې ده.د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد، په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلى دى.نوموړي زیاته کړې، سمونوال عابد په خپل رنجر موټر کې پر ګزمه بوخت و چې طالبانو پرې ډزې کړې چې په ترڅ کې یې نوموړی وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.ویل کېږي، وسله والو طالبانو د سمونوال عابد موټر او وسله هم له ځان سره وړي دي.طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.جمهورآژانس:لوګر

خبر در سایت اصلی


یک سگ در آمریکا شهردار شد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

طالبانو

 | 

لوګر

 | 

جنايي

 | 

جرمونو

 | 

وړاندې

 |