د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې پر ریاست د شوي برید د پلټنو پایلې اعلانېږي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

خط خون به کابل رسید

- صدای افغان

د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې پر ریاست د شوي برید د پلټنو پایلې اعلانېږي

د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې پر ریاست د تېر کال د برید په اړه د شویو پلټنو پایلې ډېر ژر له رسنیو سره شریکې کړای شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي تېره ورځ د مشرانو جرکې په استجوابیه غونده کې کړې ده.نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د لوړ پوړو امنیتي چارواکو د ساتنې پر ریاست د شوي برید په اړه پلټنې بشپړې شوې او راتلونکې اوونۍ به اعلان شي.باید و ویل شي، چې د تېر کال د وري په ۳۱ نېټه دوو ځانمرګو بريدګرو د ملي امنيت د لوړپوړو چارواکو د ساتنې پر رياست بريد وکړ، چې له امله يې لږ تر لږه ۶۴ کسان ووژل شول او ۳۴۷ نور ټپيان شول.پر دغه ریاست د شوي برید د پلټونو د پایلو اعلانولو خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې ملي امنیت تېره اوونۍ د کندهار د والي پر مېلمستون د شوي برید په اړه هم د پلتنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


خط خون به کابل رسید

- صدای افغان
هشتگ:   

لوړ

 | 

پوړو

 | 

چارواکو

 | 

ساتنې

 | 

ریاست

 | 

شوي

 |