امريکا د افغانستان د ثبات په لټه کې نه ده او نه هم ورته سراتېژي لري
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

یک سگ در آمریکا شهردار شد

- خبرگزاری جمهور

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

امريکا د افغانستان د ثبات په لټه کې نه ده او نه هم ورته سراتېژي لري

روسیه وایي، امریکا په افغانستان کې د ثبات په لټه کې نه ده او له همدې امله یې د دغه هېواد په اړه خپله ستراتېژي پټه ساتي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا د امنیت شورا په اجاز پر افغانستان برید کړی خو لا یې هم د خپلو اقداماتو په اړه امنیت شورا ته یو ځل هم راپور نه دی وړاندې کړي.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماريا زخارووا په مسکو کې د يوې خبري ناستې پر مهال ویلي، امريکا په افغانستان کې له ۱۵ کلنې جګړې وروسته لا هم د هغه هېواد په اړه ټاکلې ستراتيژي نه لري او سره له دې چې د امنيت شورا په اجازه يې په افغانستان بريد کړی، لا يې امنيت شورا ته د خپلو اقداماتو په اړه يو ځل هم راپور نه دی وړاندې کړی.نوموړي زیاته کړې، چې امريکا بايد په افغانستان کې د خپلو کړنو په اړه امنيت شورا ته منظم راپورونه ورکولای، چې دا کار يې نه دی کړی او معلومه نه ده چې څه کول غواړي.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امريکا په افغانستان کې د ثبات په لټه کې نه ده، له همدې امله د هغه هېواد په اړه خپله ستراتيژي پټه ساتي.هغې ټينګار کړی، چې امريکا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د نظامي حضور د پراختيا هڅه کوي، خو په دې برخه کې ځانګړې ستراتيژي نه لري او نه پوهيږي، چې ولې بايد په يادو سېمو کې سرتېري ډير کړي.خو په وینا یې داسې ښکاري چې امريکا په ورته اقداماتو سره له خپلو نظامي صنايعو پېښېدونکې داخلي ستونزې هواروي. جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


یک سگ در آمریکا شهردار شد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

امريکا

 | 

افغانستان

 | 

ثبات

 | 

لټه

 |