د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه تنه وژل شوي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

یک سگ در آمریکا شهردار شد

- خبرگزاری جمهور

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

د ځانګړو افغان ځواکونو په عملیاتو کې پنځه تنه وژل شوي

په ننګرهار ولایت کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې پنځه کسان وژل شوي، چې د سیمې خلک یې ولسي وګړي بولي خو حکومتي چارواکي وايي عملیاتو د طالبانو پر ضد تر سره شوي او د وژل شویو کسانو هویت لا نه دی معلوم.د جمهور آژانس د خبر له مخې افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په سیاب چوب سیمه کې تر سره شوي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، عملیات د ۰۲ په نوم د هوايي ډګر ځانګړو افغان ځواکونو تر سره کړي، چې پر مهال یې پنځه تنه وژل شوي او پنځه یې ژوندي نیولي او له ځان سره یې وړي دي.نوموړي و ویل، چې د عملياتو موخه وسله وال طالبان وو او د عملياتو پر مهال له کور څخه له عمليات کوونکو ځواکونو سره نښته هم شوې ده.په ورته وخت کې د سیمې خلک وايي، وژل شویو کسان ټول ملکي وګړي او د چرګانو د فارم مزدوران و، خو د بېول شویو په اړه معلومات نه لري.د ننګرهار د والي ویاند د وژل شویو او نیولو شویو کسانو د هویت په اړه پلټنې روانې دي، تر څو معلومه شي، چې ملکي وګړي دي، که طالبان.خو طالبانو رد کړې، چې ګڼې عملیات د دوی پر ملګرو شوي او هغوی ته په کې زیان اوښتی، بلکې په وینا یې په عملیاتو کې ولسي وګړي وژل شوي چې په طالبانو پورې هېڅ تړاو نه لري.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


یک سگ در آمریکا شهردار شد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

ځانګړو

 | 

افغان

 | 

ځواکونو

 | 

عملیاتو

 | 

پنځه

 |