ننګرهار ولایت ته څلور نوي ښارګوټي منظور شوي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

ننګرهار ولایت ته څلور نوي ښارګوټي منظور شوي

د ختیځ زون چارواکي وایي، د ښار او کور جوړونې وزارت ننګرهار ولایت ته څلور نوي پلان شوي ښارګونې منظور کړل.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ننګرهار والي او د دې ولايت يو شمېر ادارو رئیسانو د چنګاښ په ۲۵مه په کابل کې د ښار جوړونې وزير سره د ناستې پر مهال په دغه ولايت کې ۴ پلان شوي ښارګوټي رسماً منظور او د اداري چارو تر بشپړيدو وروسته به يې د جوړولو عملي چارې پيل شي.سرچینه د ګلاب منګل له قوله وايي، د ننګرهار لپاره نوي ښارګوټي د ښار جوړونې وزارت ته وړانديز شوي و، چې د ولايتي ادارې او ښار جوړونې وزارت مسئولينو ترمنځ دغه ښارګوټي رسماً منظور شول.د هغه په وینا په دغه ښارګوټو کې د بهر اباد درېيمه برخه، د غاليو اوبدلو، د شهید زړه ور زاهد د پوليسو اکاډمۍ استادانو ښارګوټی او د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې د قصبې ساحې ته د ښار جوړونې وزارت پلان سره سم پراختيا ورکول کيږي.په ورته وخت کې د ښارو جوړونې رئيس عبدالقهار حيدري ویلي، چې د دغه ښار ګوټو په جوړيدو سره به په دې ولايت کې د يو شمېر کورنيو د سرپناه ستونزه حل شي.په دغه ناسته کې د ښار جوړونې وزير سيد سادات منصور نادري او ورسره معينانو، سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د ولسي جرګې د ماليې او بوديجې مشر او غړو امر خان يار او امير جان دولتزي، د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري، ولایتي شورا غړي اجمل عمر، د ښار جوړونې رئیس عبدالقهار حيدري او د جلال اباد سرپرست ښاروال انجينر حکيم الدين ګډون در لود.جمهورآژانس:ننګرهار

خبر در سایت اصلی


سیا در دام کاخ سفید

- پیام آفتاب

رییس جمهور وارد هلمند شد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

ننګرهار

 | 

ولایت

 | 

څلور

 | 

نوي

 | 

ښارګوټي

 | 

منظور

 |