د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر منځنۍ آسیا ته په سفر تللی
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر منځنۍ آسیا ته په سفر تللی

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د منځنۍ آسیا هېوادونو په سفر لاړ.د جمهور آژانس د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر تېره ورځ د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د قزاقستان پلازمېنې آستانه ته ورسېد.سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی اتمر به د خپل سفر په ترڅ کې د قزاقستان له سیاسي او نظامي لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې، ثبات او دغه راز له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړي.دغه راز ورځپاڼې ویلي، چې د ملي امنیت شورا سلاکار به له قزاقي چارواکو سره د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزه همکاریو، چې په تېرو ناستو کې یې موافقه پرې کړې وه، هم خبرې وکړي.خبرپاڼه وایي له قزاقستان وروسته به ښاغلی اتمر ازبکستان ته وخوځي او هلته به د دغه هېواد له چارواکو سره پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې اترې وکړي.په ورته وخت کې خبرپانه وايي د ازبک چارواکو سره د خبرو پر مهال به یو بل افغان پلاوی چې مشري یې د ولسمشر اقتصادي سلاکار ډاکتر همایون قیومي کوي هم له دې امنیتي پلاوي سره یو ځای شي او په ګډه به پر دوه اړخیزه امنیتي او اقتصادي موضوعاتو بحث وکړي.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


سیا در دام کاخ سفید

- پیام آفتاب

رییس جمهور وارد هلمند شد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

ملي

 | 

امنیت

 | 

شورا

 | 

سلاکار

 | 

حنیف

 | 

اتمر

 | 

منځنۍ

 |