خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

خیبرپښتونخوا کې پر پاکستاني ځواکونو ځانمرګی برید شوی

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي، په مرکز پېښور ښار کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار د خیبرپښتونخوا ایالت مرکز پېښور ښار په حیات آباد سیمه کې شوی دی.راپورونه وايي، یو تن پلي ځانمرګي برید کوونکي په یاده سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو موټر په نښه کړ، چې د چاودنې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د ځايي پولیسو یو تن چارواکي عمران ملک ویلي، په دغه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.خو ځینې رپوټونه وايي په دغه برید کې یو شمېر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.تر اوسه د برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې بلوچستان ایالت په چمن ښار کې هم ورته برید یوه لوړ پوړي پولیس افسر په ګډون یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


سیا در دام کاخ سفید

- پیام آفتاب

رییس جمهور وارد هلمند شد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

خیبرپښتونخوا

 | 

پاکستاني

 | 

ځواکونو

 | 

ځانمرګی

 |