د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم مالیزیا ته ماته ورکړه
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

مرگ؛ در کمین یمن!

- افغان نیوز

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

خبرگزاری جمهور
دوشنبه 26 سرطان 1396

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ټیم مالیزیا ته ماته ورکړه

د نولس کلونو د نړیوال جام په غواروي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې مالیزیا ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته په ستر توپیر ماته ورکړه.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۱۹ کلنو د نړیوال جام غواروي سیالۍ نن په سنګاپور کې پیل شوې، چې افغانستان په کې له مالیزیا سره لوبه تر سره کړه.د نن ۵۰ اوریزه لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او مالیزیا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، خو هغوی په ۱۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایله ۵۳ منډې وکړې.د مالیزیا تر یوه لوبغاړي پرته چې ۱۹ منډې یې وکړې، نور یې نیمايي لوبډله په صفر او څلور لوبغاړي یې تر ۹ په کمو منډو وسوځېدل.د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې یوسف ځاځي هټریک وکړ، څلور لوبغاړي یې وسوځول او دغه راز مجتبا ۳، ظاهر خان ۲ او یو لوبغاړی هم د شمس الرحمن له خوا وسوځول شو.د توپ وهنې په برخه کې که څه هم دوه افغان لوبغاړي په صفر وسوځېدل، خو نوید عبید او دروېش رسولي وکولای شي، په ۵،۴ اورونو کې ۵۴ منډې وکړې او ورکړای شوی هدف یې پوره کړ.په دې سره افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې له مالیزیا څخه دغه لوبه د ۸ ویکټو او ۲۶۶توپونو په توپیر سره وګټله او لومړی بریا یې خپله کړه.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


مرگ؛ در کمین یمن!

- افغان نیوز

مروری بر اخبار جهان

- افغان پی پر
هشتگ:   

افغانستان

 | 

کرکټ

 | 

کلنو

 | 

ټیم

 | 

مالیزیا

 |