وسله والو په ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

پیش‌گویی سال 2050

- پیام آفتاب

وسله والو په ننګرهار کې یو دیني عالم وژلی دی

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په ننګرهار ولایت کې یو تن دیني عالم مولوي اسدالله په ډزو وژلی دی.د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د چمتلې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ناپېژاده وسله والو کسانو په مولوي اسدالله چې ډاکتر هم و، ډزې کړې او وژلی یې دي.د هغه په وینا مولوي اسدالله په خپله سیمه کې یوه دیني مدرسه هم درلوده.تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار د والي ویاند وايي پولیسو پلټنې پیل کړې دي.دا په داسې حال کې ده، چې درې وړځې وړاندې هم په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو سیمه ییز شاعر د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی و.باید و ویل شي، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې هدفي وژنې زیاتې شوې او د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.جمهورآژانس:ننګرهار

خبر در سایت اصلی


جنبش روشنایی، یکسال بعد

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

وسله

 | 

والو

 | 

ننګرهار

 | 

دیني

 | 

عالم

 | 

وژلی

 |