ننګرهار کې پنځه انسان تښتونکي نیول شوي دي
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

پیش‌گویی سال 2050

- پیام آفتاب

ننګرهار کې پنځه انسان تښتونکي نیول شوي دي

چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې پنځه کسان چې د انسان تښتونې په یو شمېر پېښو کې یې لاس درلود نیولي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت موظفینو دغه سړي تښتونکي د مرکز جلال آباد ښار په اړوندو سیمو کې نیولي دي.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه کسانو د انسان تښتونې په یو شمېر پېښو کې لاس درلود، او د جلال آباد ښار، لویو لارو او ولسوالیو کې فعالیت کاوه.د دغه پنځه کسیزه ډلې مشر سمیع الله نومېږي او د خوږیاڼي په خبره ټولو پر خپل جرم اعتراف کړی چې د انسان تښتونو په يو ششمېر قضيو کې لاس لري.په ورته وخت د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه کې د سمیع الله له قوله ویل شوي جلال اباد ښار صرافۍ کې مو خپلو ملګرو ته د ګرځېدو دنده ورکړې وه او چې چا سره به ډېرې پيسې وې، هغه به مو تعقيب کړ. هغه زیاته کړې، چې د ښار په بېلاېلو ناحيو، لويو لارو او ولسواليو کې يې فعاليت درلود او خلک به يې تښتول.جمهورآژانس:ننګرهار

خبر در سایت اصلی


کابل کې ځانمرګی برید وشو

- خبرگزاری جمهور
هشتگ:   

ننګرهار

 | 

پنځه

 | 

انسان

 | 

تښتونکي

 | 

نیول

 | 

شوي

 |