حنیف اتمر او مک ماسټر په یو لړ مهم موضوعاتو خبرې وکړې
پربازدیدترین اخبار (شش ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (۲۴ ساعت اخیر)

پربازدیدترین اخبار (هفت روز اخیر)

خط خون به کابل رسید

- صدای افغان

حنیف اتمر او مک ماسټر په یو لړ مهم موضوعاتو خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرد امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر سره د ویډیو کنفرانس له لارې، د افغانستان او امریکا تر منځ د نظامي او ملکي مرستو پر پراختیا خبرې وکړې.د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه خبرې تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې شوې دي.سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د افغانستان د امنیت په اړه مفصل بحث درلود او د امنیت د ټینګښت له پاره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر څرنګوالي نظرونه تبدله کړل.په خبرپانه کې راغلي، چې د امریکا متحده ایالاتو د نظامي او ملکي مرستو پر بهبود او د بېړنیو اړتیا پر تشخیص او رسیدګۍ هم خبرې وشوې.د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان په ملکي او نظامي سکتورونو کې اصلاحات مهم و بلل، دواړه لوري په دې نظر و، چې له اداري فساد سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او سالم مدیریت په موخه په نظامي او ملکي سکتورونو کې د اړتیا وړ مثبتو اصلاحاتو راوستل هدف ته په رسیدو کې مرسته کولی شي.د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر ویلي، چې چې د سیمه ییزو همکاري په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو مرسته کولی شي، چې په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت په موخه د همکاریو لرلید پیاوړی او مستحکم کړي.د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو له برحقه مبارزې او هڅو څخه کلک ملاتړکوي. د ویډیو کنفرانس له لارې په دې بحث کې پریو لړ نورو د علاقې وړ موضوعاتو هم خبرې وشوې.جمهورآژانس:کابل

خبر در سایت اصلی


خط خون به کابل رسید

- صدای افغان
هشتگ:   

حنیف

 | 

اتمر

 | 

ماسټر

 | 

مهم

 | 

موضوعاتو

 |